فیروزکوه (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۲): غور کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په تیوره ولسوالۍ کې یو سړی د چاقو په ګوزارونو وژل شوی او د پېښې په تړاو اووه کسان نیول شوي دي.
د غور امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېر ماښام د دغه ولایت د تیورې ولسوالۍ په سور کلي کې یو کس د خپلمنځي اختلافاتو له امله په مرموز ډول د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.»
نوموړي زیاته کړه، د تیورې ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د دغه قتل په تړاو اووه کسان نیولي او څېړنې ترې روانې دي.
Views: 27
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن