بامیان (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۲): بامیان کې ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د ضحاک لرغوني ښار چې د ملګرو ملتونو (یونسکو) په علمي او کلتوري سازمان کې هم ثبت دی، د بیارغولو چارې پيل شوې دي.
د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس صفیالله راید پژواک خبري اژانس ته وویل، ضحاک ښار د بامیان یوه مهمه تاریخي سیمې چې د ملګرو ملتونو په علمي او کلتوري سازمان (UNESCO) کې هم ثبت دی، د بیارغولو چارې پيل شوې دي.
د هغه په خبره، د بیارغونې په یاده پروژه کې د تګراتګ لارو، د اوبو ویالې، مراقبتي برجونه او د دغه ښار د شاهي کلا د دېوال د ځینو برخو بیارغول شامل دي چې د «یونسکو» له خوا د څه باندې ۴۰ زرو امریکایي ډالرو په لګښت عملي کېږي.
هغه وویل، د بامیان له سلګونه تاریخي او لرغونو سیمو څخه یوازې ۸ لرغونې سیمې د ملګرو ملتونو په علمي او کلتوري سازمان کې ثبت دي چې ډېری یې بیارغونې ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې بامیان کې د پوهنتون ځینې استادان په دغه ولایت کې د لرغونو سیمو د له منځته تلو او ویجاړېدو له امله اندېښمن دي.
د بامیان پوهنتون د لرغونپېژندنې یو استاد لایق محمدي په دې اړه وايي، بامیان د افغانستان په کچه یو تاریخي او لرغونی ولایت دی چې څو زره کلن تاریخ لري.
د هغه په باور، په یاد ولایت کې سلګونه تاریخي ابدې موجودې دي چې لا تر اوسه د اړوندو ارګانونو له خوا ثبت او پېژندل شوې نه دي او د بامیان لرغونې سیمې د هېواد د څو زره کلن تمدن او تاریخ ښکارندوي کوي.
د پوهنتون دغه استاد زیاته کړه، د طبیعي ستونزو لکه د واورې او باران اورښت او د تاریخي سیمو شاوخوا ځایونو کې د اوسېدونکو د نه پاملرنې له امله ډېرې لرغونې سیمې ویجاړې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، که مرستندویه ارګانونه او اړوندې ادارې دې اړینې برخه ته پاملرنه ونه کړي نو امکان لري چې راتلونکو څو کلونو کې یو شمېر تاریخې سیمې په بشپړ ډول ویجاړې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP