Language

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا زون سیالیو کې درېیم مقام ترلاسه کړ

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۲): د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا زون سیالیو په لړ کې سعودي عربستان ته په ماتې ورکولو سره په دغو سیالیو کې درېیم مقام ترلاسه کړ.

د مرکزي اسیا زون والیبال سیالۍ د روانې اکتوبر میاشتې په نهمه د سریلانکا په مرکز کولمبو ښار کې پیل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.

د افغانستان د والیبال ملي فدراسیون پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، د والیبال ملي لوبډلې نن د مرکزي اسیا زون سیالیو کې سعودي عربستان درې په صفر ماتې ورکړه او په دې سیالیو کې یې درېیم مقام ترلاسه کړ.

سرچینې لیکلي چې په دې سیالیو کې افغانستان بنګله‌دېش او ازبکستان ته هم ماتې ورکړه او سریلانکا او نیپال ته یې بیا لوبې وبایللې.

د والیبال فدارسیون د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ازبکستان، نیپال، بنګله‌دېش سریلانکا او سعودي عربستان لوبډلې برخه لري.

د یادونې ده، افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې هم د مرکزي اسیا زون سیالیو کي دریېم مقام تر لاسه کړی و.

 

Related Topics