هرات (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۲): د متحده عربي اماراتو پلاوي چې هرات ته یې سفر کړی، وایي، د دغه ولایت د زندهجان ولسوالۍ په زلزلهځپلې سیمه کې له یوې ورځې په کمه موده کې یو مجهز روغتیايي مرکز فعالوي.
له متحده عربي اماراتو څخه د ډاکټر سلطان په مشرۍ یوه درې کسیزه پلاوي هرات ته سفر کړی او د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي څو زیانمنو ته د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو د ترڅنګ له دغه ټيم ملاتړ او ورسره همکاري وکړي.
د ډاکټر سلطان په خبره، سیمې ته د وسایلو له انتقال وروسته دا مجهز روغتیایي مرکز به په ۸ ساعتونو کې جوړ شي، په وسایلو کې یې د یوه روغتون د اړتیا وړ ټول وسایل چې ۱۴ کانتينره کېږي او ۶۰ روغتیایي پرسونل لري، شامل دي.
هغه وایي، د ناروغانو او ټپیانو د درملنې په خاطر یې له متحده عربي اماراتو مجهز روغتیایي ټيم راوستی دی.
په ورته وخت کې، د هرات والي مولانا نوراحمد اسلام له دغه اقدامه د هرکلي ترڅنګ ویلي چې د متحده عربي اماراتو د خلکو احساس د هرات د زلزلهځپلو په مقابل کې د ستایلو وړ دی او په دې برخه کې به له یاد پلاوي سره همکاري وکړي.
د هرات والي دغه پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د ځای په برخه کې به لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
د یادونې ده، د هرات وروستیو زلزلو په دغه ولایت کې له دوو زرو ډېرو کسانو ژوند واخیست او زرګونه نور یې ټپيان کړل.
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن