Language

بلخ کې «نهاد» راډیو له شاوخوا درې میاشتني ځنډ وروسته بیا خپرونې پیل کړې

مزارشریف (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۲): د بلخ اطلاعات او فرهنګ ریاست وایي، په دغه ولایت کې «نهاد» راډیو له شاوخوا درې میاشتې ځنډ وروسته بیا خپلې خپرونې پيل کړې.

د بلخ د اطلاعات او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر عطامحمد ساهو پژواک خبري اژانس ته وویل چې نهاد راډیو له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې په بلخ ولایت کې فعالیت لري خو څه موده مخکې یې خپلې خپرونې درولې وې.

هغه وویل چې نن د دې راډیو خپرونې بېرته پيل شوې.

د یادې راډيو مسوول سیدمحمد یزدان‌پرست وایي، نن د ۲۰۲۳ میلادي کال اکتوبر ۱۵مه چې د نابینایانو له نړۍوالې ورځې سره سمون لري او دا چې دی هم یو نابینا دی، په همدا مناسبت یې نن خپلې خپرونې بېرته پیل کړې.

د هغه د معلوماتو له مخې، یاده راډیو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ ساعته په دري، پښتو، ازبکي او ترکمني ژبو خپرونې لري او دا مهال په کې د ۵ ښځینه خبریالانو په ګډون لس کسان پر دنده بوخت دي.

بلخوا شمال کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوول عبدالطیف سهاک هم د دې راډیو د خپرونو د بیا پیل په اړه خوښي څرګندوي او وایي چې د یادې راډیو د خپرونو له پيل سره به یو شمېر خبریالانو ته کاري فرصتونه برابر شوي.

د یادونې ده، نهاد راډیو د روان کال چنګاښ میاشتې په ۲۲مه خپلې خپرونې درولې وې او مسوولینو یې د برېښنا بیې د لوړوالي، د خپرونو ملي پالیسۍ نشتون، پر تولیدي خپرونو لګېدلي محدودیتونه، اطلاعاتو ته نه لاسرسی او له رسنیو څخه د ملاتړ بنسټونو نه پاملرنه د بندیدو لاملونه یاد کړي وو.