Language

کندهار ښار کې د ۲۰.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د فرعي کوڅو پخولو چارې پیل شوې

کندهار (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۲): د کندهار ښاروالي وایي، د دغه ښار په بېلابېلو ناحیو کې یې د ۲۰.۴  میلیونه افغانیو په ارزښت د فرعي کوڅو کانکرېټ اچولو چارې پیل کړې او په دغه پروژه کې به شاوخوا شپږ زرو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د کندهار ښاروال نعمت‌الله حسن د دغې پروژې د پیل په مراسمو کې کې وویل چې یاده پروژه به د دغه ښار په پنځلسمه، شپږمه، اوومه او ځینو نورو ناحیو کې پلې شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په یادو ناحیو کې به فرعي کوڅې په کانکریټي ډول ورغول شي او شاوخوا شپږ زرو کسانو ته به پکې د کار زمینه هم برابره شي او په ۱۲۰ ورځو کې به یې چارې بشپړې شي.

حسن زیاتوي، په دغه پروژه به ټولټال ۲۰.۴ میلیونه افغانۍ لګښت راشي چې د ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه ورکول کیږي.

هغه له خلکو وغوښتل چې د دغو پروژو د ساتنې په برخه کې پوره پاملرنه وکړي؛ ځکه ګټه يې ټوله خلکو ته رسیږي.

د کندهار ښار پنځلسمې ناحیې یو اوسېدونکی دادمحمد وایي: «په دې شل کاله کې موږ ته کار نه و شوی، په باران کې له کوره نه شوای راوتلای، نن خوښ یو چې کوڅې مو په اساسي ډول رغول کیږي.»

هغه له ښاروالۍ وغوښتل چې په ټولو ناحیو کې دې د بیارغونې هغو برخو ته پام وکړي چې خلک ورسره له ستونزو مخ دي.