مزارشریف (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۲): وروسته له هغه چې پژواک خبري اژانس بلخ کې د غږیزې ککړتیا د شتون په اړه راپور خپور کړ، په دغه ولایت کې یې د مخنیوي په موخه یوه کمیټه جوړه شوه.
پژواک د چنګاښ په ۱۴مه د بلخ اوسېدونکو په حواله ویلي وو چې مزارشریف ښار کې د لاسي پلورونکو له لوري د توکو د پلور لپاره لوډسپیکرونه لګول شوي چې ډېره غږيزه ککړتیا يې رامنځته کړې ده.
بلخ کې د غږیزې ککړتیا د مخنیوي په موخه د بلخ ولایت مقام، مزارشریف ښاروالۍ، چاپېریال ساتنې، عامې روغتیا ریاست او ټرافیکو مدیریت په ګډه یوه کمیټه جوړه کړې ده.
د دې کمیټې رییس احمدپرویز نوابي پژواک ته وویل چې دغه کمیټه د بلخ ولایت مقام په امر جوړه شوې او موخه یې دا ده چې له غږیزې ککړتیا مخنیوی وکړي.
هغه وایي، ټول هغه وسایط چې غیرستندرد سلنسرونه او هارنونه یې نصب کړي او هم هغه لوډیسپیکرونه چې د لاسي پلورونکو له لوري لګول شوي او غږیزه ککړتیا یې رامنځته کړې دغه کمیټه به یې مخنیوی کوي.
نوابي زیاتوي، چې دې کمیټې د حج او اوقاف او ښاروالۍ له لارې خلکو ته لومړی عامه پوهاوی ورکړی او نن یې عملا له یو شمېر وسایطو غیرستندرد هارنونه او سلنسرونه لرې کړل.
بلخوا د بلخ ټرافیکو مدیریت د ترافیکو د تنظیم مدیر مولوي قدرتالله وایي چې له دې مخکې یو شمېر خلکو شکایت کړی و، چې پر موټرسایکلونو غیرستندرد سلنسرونه او هارونونه لګول شوي او خلکو ته یې ګنې رواني ستونزې پیدا کړې وې.
هغه زیاتوي چې دغه کمیټه د یادو ستونزو د حل په موخه جوړه شوې او په دوامداره توګه به خپل فعالیت روان ساتي.
په همدې حال د بلخ ولایت اوسېدونکي د دې کمیټې د جوړېدو هرکلی کوي.
عصمتالله د مزارشریف اوسېدونکی وایي، د وسایطو او لوډسپیکرونو غږونو خلک له ګڼو رواني ستونزو سره مخ کړي وو.
هغه زیاتوي، خوښ دی چې د دغه ډول غږونو د مخنیوي په موخه کمیټه جوړه شوې او له دې کمیټې غواړي چې په خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
د مزار شریف بل اوسېدونکی نجیبالله هم ورته څرګندونې کوي او له حکومته غواړي چې د غږیزې ککړتیا د مخنیوي په موخه د دې کمیټې فعالیت روان وساتي او په بشپړه توګه د غږیزې ککړتیا مخنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې خلکو د غږیزې ککړتیا له شتون څخه شکایتونه درلود.
Views: 41
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن