[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۲): د کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نیوزیلینډ افغانستان ته په داسې حال کې ستره ماتې ورکړه چې په تېره لوبه کې افغانستان نړۍوال دفاعي اتل انګلینډ ته ماتې ورکړې وه او هیله کېده چې له نیوزیلینډ سره به هم ښه لوبه وکړي.
دا لوبه چې د هند په چنای ښار کې ترسره شوه، پچه یې افغانستان وګټله او د هیلې خلاف یې لومړۍ د توپاچونې پرېکړه وکړه؛ د کرکټ د مینهوالو او مبصرینو له خوا پر دې پرېکړې د حیرانتیا څرګندونه وشوه.
د نیوزیلینډ لوبډلې په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۸ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۸۹ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري عظمت عمرزي او نوینالحق دوه دوه، راشدخان او مجیب یو یو لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان ملي لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۳۶ منډو وسوځېده. د افغانستان له لوري رحمتشاه ۳۶ او عمرزي ۲۷ د پام وړ منډې جوړې کړې.
افغانستان لومړۍ دوه لوبې پر هند او بنګلهدېش وبایللې خو درېیمه لوبه یې د انګلیستان په څېر له پیاوړې لوبډلې وګټله او هیله وه د نیوزیلینډ پر وړاندې هم ښه لوبه وکړي خو دا ځل سم ونه ځلېدل.
د کرکټ ګڼ شمېر مبصرین او مینهوال نیوکه کوي چې د پچې له ګټلو وروسته افغانستان باید د توپوهنې پرېکړه کړې وای، دغه راز افغان ډګر ساتونکو پنځه کیچونه هم خوشې کړل چې د لوبې په بایللو کې یې مهم رول درلود.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP