[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو د غزې پر هغه روغتون چې زرګونو فلسطینیانو په کې پناه اخیستې وه، هوایي برید کړی چې په کې له ۵۰۰ ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بيبيسي د خبر له مخې، دغه هوایي برید پرون (د تلې ۲۵مه) په داسې حال کې شوی چې هلته د پناه ترڅنګ د سلګونو ټپیانو درملنه هم روانه وه.
فلسطیني چارواکو ویلي چې په دغه برید کې له ۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ژوبل شوي، خو هلته په روغتونونو کې د درملنې لپاره امکانات هم په خلاصېدو دي.
د راپورونو له مخې، د اسرائیل په هوایي بریدونو کې تر اوسه له ۳۵۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي او تر لس زره ډېر ژوبل شوي دي.
ملګرو ملتونو د اسرائیل هوایي بریدونو غندلو ترڅنګ د دغو بریدونو درېدو غوښتنه هم کړې ده.
ملګرو ملتونو ویلي چې په غزه کې بشري بحران رامنځته شوی او سلګونه زره کسان بېکوره او بېسرپناه شوي او غذایي توکو ته هم لاسرسی نه لري.
[/restrict]
Views: 104
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن