Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پروان امنیه قومانداني: له پولیسو سره نښته کې یو غل وژل شوی او دوه نور نیول شوي

چاریکار (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۲): د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې امنیتي کسانو د غلو په یوه ډله عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې یو غل وژل شوی او دوه تنه یې نیول شوي دي.

د پروان امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو بیګا شپه د دغه ولایت د بګرام ولسوالۍ اړوند قلعه نصرو سېمه کې د وسله‌والو غلو په یوه ډله باندې عملیات ترسره کړل.

سرچېنې لیکلي چې د دغو عملیاتو په پایله کې تر څو دقیقو نښتې وروسته یو تن غل د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شو، دو تنه ونیول شو او څلور تنه همکاران یې له سېمې په تېښته بریالي شول.

خبرپاڼه کې راغلي چې د غلو یادې ډلې په دغه سېمه کې په لویو او وړو غلاوو کې لاس درلود.

د پروان امنیه قوماندانۍ زیاته کړې چې د یادو عملیاتو په لړ کې یو میل کلاشینکوف او یو میل تومانچه هم نیول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.