غزنيښار (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۲): غزني کې مسوولین وایي، د دغه ولایت اببند ولسوالۍ په بازګي سیمه کې یو کس د خپل ورور له خوا د ښکاري ټوپک په دز وژل شوی دی.
د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له غرمې مخکې د دغه ولایت اببند ولسوالۍ په بازګي کلي کې یو کس د خپل ورور له خوا د ښکاري ټوپک په ډز وژل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، د پېښې ځای ته د یادې ولسوالۍ امنیتي کسان رسېدلي خو قاتل تښتېدلی او په خبره یې، د نیولو لپاره یې هڅې رواني دي.
سرحدي وایي، پېښه د کورنۍ ستونزې له امله شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP