ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غصب مخنیوي کمېسیون: تر اوسه مو ټول هېواد کې ۱،۱ میلیون جریبه غصبي دولتي ځمکه راګرځولې ده

د غصب مخنیوي کمېسیون: تر اوسه مو ټول هېواد کې ۱،۱ میلیون جریبه غصبي دولتي ځمکه راګرځولې ده

author avatar
18 Oct 2023 - 16:15
د غصب مخنیوي کمېسیون: تر اوسه مو ټول هېواد کې ۱،۱ میلیون جریبه غصبي دولتي ځمکه راګرځولې ده
author avatar
18 Oct 2023 - 16:15

پل‌علم (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۲): د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون وايي چې تر اوسه يې په ټول هېواد کې ۱،۱ میلیون جریب غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځولې ده.

د یاد کمېسیون غړو نن لوګر ولایت ته سفر کړی و او یوې غونډې ته یې ویناوې وکړې.

په دې غونډه کې د عدليې وزیر مولوي عبدالحکم شرعي وویل، ا.ا ژمن دی چې په هېواد کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی او د اداري فساد ضد جدي مبارزه وکړي.

شرعي وویل، په ټولو ولایتونو کې د غصب مخنیوي کمېټې جوړې شوې دي او په چټکي سره کار کوي چې غصب شوې دولتي ځمکې تثبیت او بېرته راوګرځوي.

هغه دغه راز زیاته کړه، که هر څوک په هر نوم باندې دولتي ځمکه غصب کړي، قانون ته به سپارل کېږي.

دغه راز جوړې شوې غونډې ته د امارت د قضایاوو رییس مولوي احسان‌الله وثیق وویل، د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په تېر یوه کال کې په ټول هېواد کې ۱،۱ میلیون جریبه دولتي ځمکه له غصبه خلاصه کړې او شاوخوا ۱۳ میلیونه جریبه دولتي ځمکه د امارتي ځمکې په نوم ثبت شوې ده.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، لوګر کې ۲۵ زره جریبه دولتي ځمکه له غصبه خلاصه شوې  او ۱۳۸ زره جریبه ځمکه تر څېړنې لاندې ده.

بلخوا د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني وویل، لوګر کې د تېر جمهوریت پر مهال په ډېره اندازه دولتي ځمکې غصب شوې دي او ولایتي اداره ژمنه ده چې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي له کمېسیون سره په ګډه دغه ځمکې بېرته راوګرځوي.

د لوګر والي ټینګار وکړ چې په مرکز پل‌علم کې په تېر حکومت کې ډېری د استوګنې نومرې په غیرعادلانه ډول وېشل شوې او اړتیا ده چې په دې برخه کې هم څېړنه وشي.

د لوګر ولایت اوسېدونکي هم خوښ دي چې په دغه ولایت کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون فعالیت کوي او زرګونه جریبه دولتي ځمکه يې له غصبه ګرځولې ده.

هغوی ټینګار کوي چې په لوګر کې دې د دولتي ځمکو غاصبین ونیول شي او قانون دې پرې پلی شي.

Views: 65

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.