[restrict paid=”true”]
مزارشریف (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۲): د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار کې د مولانا جلالالدین محمد بلخي له هوایي ډګره په لومړي ځل د سعودي عربستان جده ښار ته الوتنې پیل شوې.
د دې الوتنو د پيل پر مهال د تلې په ۲۶مه، د مولانا جلالالدین محمد بلخي په نړۍوال هوایي ډګر کې مراسم جوړ شوي وو چې په کې د کاماېر هوایي شرکت د زون مسوولینو، د یاد هوایي ډګر مسوولینو او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړي وو.
د مولانا جلالالدین محمد بلخي نړۍوال هوایي ډګر عملیاتي امر احمد خالد اختیاري پژواک ته وویل، نن ډېر د ویاړ ځای دی، چې له مزارشریف څخه د سعودي عربستان جدې ښار ته نېغ په نېغه الوتنې پیل شوې او دا د حاجیانو او نورو مسافرو لپاره لویه اسانتیا ده.
هغه زیاته کړه، د کاماېر هوایي شرکت نن په لومړي پرواز کې ۱۲۱ مسافرین د سعودي عربستان جدې ښار ته ولېږدول.
په مزارشریف کې د کاماېر هوایي شرکت امر محمدطاهر مصدق وایي، هڅه کوي تر څو خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي او په همدې موخه یې نن په لومړي ځل له مزارشریف څخه جده ښار ته الوتنې پیل کړې.
د نوموړي په وینا، د اوس لپاره له مزارشریف څخه جدې ته اونۍ کې یو ځل هره چهارشنبه الوتنه کوي.
له مزارشریف څخه جدې ته تلونکي مسافر هم خوښي ښيي چې دغه پروازونه پيل شوي او دوی ته دلته په مزارشریف کې دا اسانتیا برابره شوه.
د عبدالرووف په نوم یو مسافر وایي: «موږ ډېر خوشاله یو چې د عربستان جده ښار ته پروازونه پیل شوي، له دې مخکې دغه پروازونه له کابله کېدل چې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو»
د یادونې ده، چې دا مهال د مولانا جلالالدین محمد بلخي له نړۍوال هوایي ډګره د کابل او هرات ولایتونو سربېره ترکیې، پاکستان، ایران او له دې وروسته سعودي عربستان ته مستقیم پروازونه کېږي.
[/restrict]
Views: 98
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن