Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

موټرچلوونکي: د کابل – جلال‌اباد پر لویه لار د غرښویېدنو مخنیوي لپاره دې اساسي کار وشي

کابل (پژواک، ۲۶ تله ‍۱۴۰۲): د کابل – جلال‌اباد لويې لارې یو شمېر موټرچلوونکي وايي چې د ماهیپر په سیمه کې د غرښویېدنو مخنیوي لپاره دې اساسي کار وشي.

بلخوا د ټولګټو وزارت مسوولین بیا وایي، د ریاست‌الوزرا عالي مقام د حکم پر اساس دغه او نورو اړوند وزارتونو ته دنده سپارل شوې چې د ماهیپر سیمه کې غرښویېدنې وڅېړي او عوامل یې پیدا کړي.

شاوخوا یوه میاشت مخکې د کابل ـ جلال‌اباد پر لویه لار د ماهیپر سیمه کې غرښویېدنه رامنځته شوه چې څو ورځې دغه لار د ترافیکو پر مخ تړلې وه.

د اړوندې موضوع په اړه د کابل – جلال اباد لوی لارې یوه موټر چلوونکي سمیع‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ماهیپر په سیمه کې اوس لار خلاصه ده او شپه ورځ پرې خلک او موټر تګ راتګ کوي.

خو دی وایي، د ماهيپر سیمه کې غر رابېل شوی، که یوه میاشت وروسته وي او که دوه میاشتې وروسته کېدای شي نور هم را وښویېږي.

هغه زیاته کړه، کله چې له دې سیمې تېرېږي نو وېره لري چې غر پرې ونه ښویېږي.

دی وایي، حکومت دې د ماهیپر په دې سیمه کې د غره هغه برخې راتویې کړي چې د رابېلېدو حالت کې دي او دغه لار دې په اساسي ډول ورغوي څو د پېښو مخنیوی وشي.

دغه راز د دې لارې یو بل موټرچلوونکی صدام پژواک ته وویل، اوس لاره خلاصه ده خو کله چې له دې سیمې تېرېږي وېره لري چې له غره  پرې کومه تیږه راونه لوېږي.

هغه زیاته کړه: «په کومه ورځ چې د ماهیپر سیمه کې غر راوښویېد، زه ورته ډېر نږدې وم، کله چې زه له دې سیمې تېر شوم نو غر راوښویېده.»

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه، مخکې له دې چې غر را وښویېږي، پر دې لار دې اساسي کار وشي او د غرښویېدو مخه دې ونیول شي.

دغه راز د دې لارې یوه مسافر حمکت الله پژواک ته وویل، خوشحاله دی چې دغه لاره خلاصه شوې او تګ راتګ پرې کوي.

دی هم وایي، کله چې پر دې لار تګ کوي نو د غرښویېدو وېره ورسره وي.

دغه راز په دې سیمه کې د یوه شرکت مسوول باورخان پژواک ته وویل چې د سړک د سر تیږي یې لرې کړې او پر دې لار اوس کومه ستونزه نشته او د پاک‌کارۍ چارې اوس هم روانې دي.

هغه وویل، اوس هم د ورځې یو ځل او یا دوه ځلې وړې وړې تیږي رالوېږي خو لار نه بندېږي؛ ځکه دلته د دوی ماشینونه شته، بېرته یې ژر لرې کوي.

هغه وویل: «د اسلامي امارت له مشرانو غواړو چې په دې برخه کې ژر تصمیم ونیسي او دا غر چې له پاسه رابېل شوی ټول راښکته کړي.»

بلخوا د اړوندې موضوع په اړه د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پژواک ته وویل چې د کابل – جلال‌اباد لار اوس مهال خلاصه ده او ټولو هېوادوال پرې تګ راتګ کولای شي.

هغه زیاته کړه، د ریاست‌الوزرا عالي مقام د حکم پر اساس، د ټولګټو وزارت او اړوندو نورو وزارتونو ته دنده سپارل شوې چې د ماهيپر په سیمه کې غرښویېدنه وڅېړي او عوامل یې پیدا کړي.

نوموړی وویل: «د ټولګټو وزارت یو بخش په ماهیپر سیمه کې لري، هلته زموږ کسان، ماشینري او ټیمونه شته او هغوی هر وخت له دغه مسیره څارنه او ساتنه کوي او که دغسې پېښې کېږي  نو لار به خلاصوي او هېوادوالو ته به د تګ راتګ سهولت برابروي.»

دا لومړی ځل نه دی چې د ماهيپر په سیمه کې غرښویېدنه رامنځته کېږي، بلکې د کابل – جلال‌اباد لارې په اوږدو کې کله ناکله داسې پېښې کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.