اټلانټا (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۲): دیوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو لړ کې اسټرالیا پاکستان ته ستره ماتې ورکړه.
دا لوبه چې د تلې په ۲۸مه، د جمعې په ورځ د هند په بنګلورو ښار کې ترسره شوه، پچه یې پاکستان وګټله ، خو لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د اسټرالیا لوبډلې ډېره تېزه لوبه پیل کړه او د پیل دوو لوبغاړو وارنر او مارش په ۳۴ اورونو کې ۲۵۹ منډې جوړې کړې او داسې ښکارېده چې اسټرالیا به تر ۴۰۰ زیاتې منډې جوړې کړې، خو ددغو دواړو لوبغاړو تر سوځېدلو وروسته د اسټرالیا د منډو رفتار سست شو او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدلو سره۳۶۷ منډې جوړې کړې.
د اسټرالیا له لوري ډیویډ وارنر ۱۶۳ او میچل مارش ۱۲۱ منډې وکړې کړې. د پاکستان له لوري شاهین شاه افریدي پنځه او حارث رووف درې لوبغاړي وسوځول.
د پاکستان پیل هم ښه و او دواړو اوپنرانو یې په ۲۱ اورونو کې ۱۳۱ منډې جوړې کړې، او داسې ښکارېده چې پاکستان به دا هدف ترلاسه کړي، خو د امام الحق په ۷۰ او عبدالله شفیق ۶۴ منډو کولو وروسته سوځېدلو سره د پاکستان نورو لوبغاړو سمه لوبه ونه کړه.
د پاکستان ټوله لوبډله په شپږڅلوېښتم اوور کې په ۳۰۵ منډو وسوځېدله او دغه راز اسټرالیا دا لوبه د ۶۲ منډو په ستر توپیر سره وګټله.د استرالیا له لوري زمپا څلور، سټونیس او کمینز دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
وارنر د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
تر اوسه هندوستان او نیوزیلینډ څلور څلور لوبې کړې او ټولې یې ګټلې، نیوزیلینډ لومړی اوهند په دویم مقام کې دي، سوېلي افریقا او پاکستان درېیو کې دوه دوه ګټلې، افریقا درېیم ، اسټرالیا څلورم او پاکستان په پنځم مقام کې دي، انګلستان شپږم ، نیدرلینډ اووم، بنګله دېش اتم ، افغانستان نهم او سریلانکا لسم مقام کې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP