فیروز کوه (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي چې د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د غره ښویېدنې پېښه کې څلور تنه مړه شوي دي.
ددې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري د تلې په ۲۸مه، پژواک اژانس ته وویل ، دیوې کورنۍ کسان په دولتیار ولسوالۍ کې له یوه غره څخه د خاورو لېږدولو په موخه هلته کیندنې کولې.
هغه زیاته کړه چې د کیدنو پر مهال غره پرې ښویېدلې چې له امله یې ددوو ماشومانو په ګډون څلور تنه مړه شوي دي.
د نوموړي په وینا، دوی دغه خاوره د کورونو جوړولو په موخه لېږدول.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په غور ولایت کې دا ډول پېښې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP