Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ نړۍوال جام: سریلانکا لومړۍ لوبه وګټله؛ سوېلي افریقا انګلینډ ته ماتې ورکړه

اټلانټا (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۲): د یو ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې سریلانکا نیدرلینډ ته په ماتې ورکولو لومړۍ بریا خپله کړه، بلخوا سوېلي افریقا انګلیستان ته ستره ماتې ورکړه.

د نړۍوالو جام سیالیو په ترڅ کې د شنبې په ورځ (د تلې ۱۹مه) لومړۍ د سریلانکا او نیدرلینډ ترمنځ ترسره شوه، نیدرلینډ سوېلي افریقا ته په ماتې ورکولو په لوړ مورال میدان ته کښته شو خو سریلانکا د لومړۍ بریا په هیله میدان ته دانګلي و.

د دې لوبې پچه نیدرلینډ وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، دې لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدلو۲۶۲ منډې جوړې کړې.

سریلانکا دغه هدف په نهه څلوېښتم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو ترلاسه او لوبه یې وګټله، دا په روان نړۍوال جام سیالیو کې د سریلانکا لومړۍ بریا وه.

نن له غرمې وروسته دویمه لوبه د افریقا او انګلیستان ترمنځ ترسره شوه، دواړه لوبډلې له دې مخکې د افغانستان او نیدرلینډ په څېر له کمزورو لوبډلو ماتې خوړلې وې.

د دې لوبې پچه انګلیستان وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

د سوېلي افریقا لوبډلې لوبغاړو ډېره ښکلې او تېزه لوبه وکړه او په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو یې ۳۹۹ منډې جوړې کړې او انګلیستان ته یې د ۴۰۰ منډو هدف ورکړ.

د افریقا له لوري کلسان یو ځل بیا سلیزه ووهله او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د انګلیستان لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۷۰ منډو وسوځېده او دغه راز افریقا دا لوبه د ۲۲۹ منډو په ستر توپیر وګټله.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.