پارون (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۲): نورستان کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پارون کې د شهيد ميرعالم ناصح په نوم د هلکانو یوه ښوونځي ودانۍ د برېښنا شارټۍ له امله سوځېدلې ده.
د يادې لېسې امر محمدعیىسى ترابي وايي چې په دې پېښه کې د ښوونخي ودانۍ ته سخت زيان رسېدلی او تر لسو تدريسي او اداري خونې يې په قسمي ډول سوځېدلې دي.
د هغه په وينا، په دې اورلګېدنه کې ځيني اداري اسناد هم سوځېدلي او له منځه تللي دي.
د يادې ښوونځي یو ښوونکى ابراهيم وايي، اور د برېښنا شارټۍ له امله لګېدلى و چې په پايله کې يې د ښوونکو او زدهکوونکو ځيني اسناد هم سوځېدلي دي.
د هغه په خبره، د اطفايې نشتوالي له امله اور پر خپل وخت مهار نه شو او ډېر زيان يې پېښ کړ .
د نورستان د اطلاعات او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر فضل حقخالقيار هم ياده پېښه تایيدوي.
هغه پژواک ته وویل یاده اورلګېدنه د جمعې ورځې سهار د برېښنا شارټۍ له امله رامنځته شوې وه.
د نورستان پوهنې رياست د رسنيو مسوول حکمتالله تاند هم وایي چې د دوى د معلوماتو پر اساس په دې اورلګيدنه کې يادې ادارې ته نږدې درې ميلیون افغانۍ زيان رسېدلى دى.
د شهيد ميرعالم خان لېسه د نورستان په مرکز پشکي کلي کې موقعيت لري.
Views: 149
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن