اټلانټا (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۲): عمان د کرکټ په دریېمه شل اووریزه لوبه کې هم افغانستان ته په ماتې ورکولو سره د پنځو لوبو لړۍ یې درې پر صفر وګټله.
ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، د عمان لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۷۱ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۷۲ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري وفادار مومند درې، ظاهر خان پکتین دوه ، سلیم صافي او کریم جنت یو یو لوبغاړی وسوځول.
د افغانستان الف لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او په ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدلو سره یې ۱۵۶ منډې جوړې کړې، د افغانستان له لوري محمد شهزاد ۵۰، صدیق اتل ۴۱ او شاهد الله کمال ۴۵ منډې جوړې کړې.
دغې بریا سره عمان دشل اووریزو لړۍ درې پر صفر وګټله، تر دې مخکې افغانستان د دوو یو ورځنیو لوبو لړۍ دوه پر صفر ګټلې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP