Language

له کندهاره هند ته د انارو صادرات پیل شول

کندهار (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۲): کندهار کې مسوولین وايي چې له دغه ولایته هند ته د انارو صادرات پيل شوي او هیله څرګندوي چې پر وړاندې یې خنډونه جوړ نه شي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، تر اوسه هند، پاکستان او قزاقستان ته ۳۳ زره ۵۷۸ ټنه انار صادر شوي دي.

هغه زیاته کړه، سږ د کندهار د انارو کیفیت هم ښه دی او هم يې حاصلات ډېر شوي، تر اوسه یې د صادراتو پر وړاندې کوم خنډ نه دی جوړ شوی، تمه لري چې وروسته هم جوړ نه شي.

بلخوا، د کندهار سوداګر هم خوښ دي چې سږ په دغه ولایت کې د انارو حاصلات او کیفیت د تېرو کلونو په پرتله ښه دي خو اندېښنه لري چې پاکستان يې نورو هېوادونو ته د صادراتو بهیر کې خنډونه جوړ نه کړي.

د انارو یو سوداګر زلمی وایي، سږ کال که څه هم د اناور حاصلات ډېر دي خو تر ډېره چاودلي او چاودلي انار بهر ته د صادرېدو وړ نه وي.

د هغه په وینا، په پاکستان کې د افغان سوداګرو د صادراتو موټر په ورځو ورځو ځنډول کېږي چې دا د دوی ته زیان اړولي.

هغه زیاته کړه: «اول خو د سپین‌بولدک – چمن ترمنځ موټران ځنډیږي بیا په پاکستان کې ډېر ځنډیږي، اوس زموږ یخچالي موټر دوه ورځې په وېش کې ولاړ وو، اتمه ورځ هند ته رسېدلی دی، نو که چېرې داسې وځنډیږي، انار خرابیږي.»

یو بل سوداګر خالقداد هم وایي، اوس مهال دوی له پاکستان پرته بله لنډه لار نه لري؛ ځکه خو پاکستان اکثره وخت پلمې او ستونزې جوړوي.

د هغه په خبره، که چېرې دولت نورې بدیلې لارې ولټوي، له یوې خوا به د پاکستان له ستونزو خلاص شي او له بلې خوا به انار تر ډېرو نړۍوالو مارکېټونو ورسېږي او په ښه بیه به وپلورل شي.

نوموړي وویل: «زموږ د مېوو صادراتو پر وړاندې اکثره وخت پاکستان مشکلات جوړوي، هر وخت که لار راباندې بنده کړي، زموږ انار خرابیږي، نو باید نورې لارې هم پيدا شي او د اسلامي امارت مسوولین باید په دې برخه کې جدي کار وکړي.»

د انارو په باغونو کې کارکوونکي هم وایي، د انارو صاحلات سږ کال زیات دي خو تر تېر کال ډېر چاودلي.

د هغوی په وینا، کله چې د انارو حاصلات او بیه ښه وي نو بیا دوی ته هم د باغ‌لرونکو له لوري پيسې ډېرې ورکول کېږي.

یو کارګر شمس‌الله په دې اړه وایي: «سږ کال انار ښه دي، موږ څو انډیوالان یوځای راغلي یو، دلته په باغ کې کار کوو، خو سږ کال د انارو بیه کښته ده، که چېرې انار ښه بیه ولري نو بیا موږ ته هم یو څه ډېره مزدوري راکوي.»

ورته مهال د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږ کال د انارو حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امیر مولوي شمس‌الرحمن موسي پژواک ته  وویل: «موږ په کندهار کې له ۱۵ څخه تر ۱۸ زره هکتاره ځمکه باندې د اناور باغونه لرو؛ د اټکل له مخې سږ کال به له دې باغونو ۲۸۰ زره ټنه انار ترلاسه شي.»

کندهار کې د انارو باغونه تر ډېره په ارغنداب او ارغستان ولسوالیو کې دي خو یوه اندازه په پنجوايي، دامان او ډنډ ولسوالیو کې هم شته.

د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې معلوماتو له مخې، اوس مهال په بازارونو کې یو من «څلورنیم کيلوګرام» انار له ۱۰۰ تر ۳۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.