کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۲): اروپایي ټولنې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د شاوخوا دوه میلیونه زدهکوونکو د ملاتړ په موخه ۹.۹ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
د اروپایي ټولنې له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه راغلي چې دغه مرستې به په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام له لارې ولګول شي.
سرچینه زیاتوي چې په یادو پیسو به په ننګرهار، نورستان، غور، فراه او جوزجان ولایتونو کې د راتلونکو دوو کلونو لپاره د ښوونځیو لومړنۍ دورې شاوخوا دوه میلیونه زدهکوونکو ته د تقویي ځانګړي خواړه ووېشل شي.
سرچينې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام مرستیالې هارولد میناردت له قوله لیکلي: «په خالي معده زدهکړه سخته ده؛ په افغانستان کې د ښوونځي د تغذیې پروګرام د هلکانو او نجونو لپاره په لومړنیو ښوونځیو کې د شمولیت او حاضرۍ ساتلو په زیاتولو کې مرسته کوي، تغذیه د زدهکړې وړتیاوې او د ماشومانو هوساینې ته وده ورکوي.»
هغه ویلي، په افغانستان کې ډېری ماشومان د سهار چای له خوړل پرته ښوونځیو ته ځي او د خوړو نړۍوال پروګرام به د هغوی لپاره ځیني تقویتي خواړه برابر کړي.
Views: 109
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن