کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۲): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت پلاوي د ترکیې کډوالو ادارې له مسوول سره په لیدنه کې د یوه ګډ کمېسیون پر جوړولو هوکړه کړې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت رییس قاري محمداجمل ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د کډوالۍ ادارې له مسوول اتیلا توروس سره لیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې، د ترکيې کډوالۍ ادارې مسوول په دغه هېواد کې کډوالۍ برخه کې د افغان اتشې فعالیت اړين بللی دی.
دغه وزارت زیاته کړې: «د مقام د دفتر رییس قاري محمداجمل په مشرۍ د کډوالو چارو وزارت پلاوي د ترکیې د کډوالۍ ادارې له مسوول ښاغلي اتیلا توروس سره د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې او دواړو لورو د کډوالو برخه کې د اتشې پر اړتیا او د یوه ګډ کمېسیون پر جوړولو موافقه وکړه څو د هغه له لارې د دواړو لورو کډوالو اړوند ستونزې، نظرونه او وړاندیزونه له یو بل سره شریک کړي او په دې برخه کې اقدام وشي.»
د کډوالو چارو وزارت څرګنده کړې چې دغه پلاوي د ترکیې د پلازمېنې انقرې د توپلام په زندان کې له یو شمېر افغان بندیانو سره هم لیدلي دي.
بل پلو، سرچينې څرګنده کړې چې د ترکيې کډوالۍ ادارې مسوول به په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته راشي.
دا په داسې حال کې ده چې د پژواک د راپور له مخې، د افغان کډوالو ستونزو د حل په موخه يوه حکومتي پلاوي ترکيې ته سفر کړى دى.
له دې مخکې هم د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیلالرحمن حقاني په کابل کې د ترکیې له نوي سفیر جنګاونال سره په لیدنه کې ویلي وو چې ترکیه باید د جبري ایستلو پر ځای افغانانو ته د نړۍوالو قوانینو له مخې خپله خاوره کې د کار زمینه برابره کړي او هغه کډوال چې په خپله خوښه راستنيږي، باید د یوه ګډ میکانیزم پر اساس وي.
Views: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن