غزنيښار (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۲ ): مسوولین وایي چې د غزني اندړو او ناوې ولسوالیو لپاره د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د نوو ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.
د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو رییس مولوي شریف الله الهام د یادو چارو د پرانیستې پر مهال رسنیو ته وویل، د غزني اندړو او ناوې ولسوالیو لپاره دوه او درې پوړیزې ودانۍ جوړیږي چې هره یوه به ۳۰ خونې او نور اړین ملحقات ولري.
هغه زیاته کړه چې د یادو دوو ودانیو په جوړولو به د دغه وزارت له انکشافي بودجې ټولې ۴۰ میلیون افغانۍ ولګېږي او چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
نوموړي دغه راز وویل، هڅه روانه ده چې د دغه ولایت نورو ولسوالیو لپاره هم ودانۍ جوړې کړي.
په ورته وخت کې د یادو ولسوالیو مسوولین وايي چې د ولسوالیو ودانیو نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو مخ دي چې ولسوالیو ته د ودانیو په جوړېدو به یې ستونزې هوارې شي.
د مسوولینو په وینا، غزني ټولې ۱۸ ولسوالۍ لري چې ګېرو، زنخان، دهیک، آببند، جغتو، رشیدان، اجرستان او خوګیاني ولسوالۍ لا هم معیاري ودانۍ نه لري.
Views: 127
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن