Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نوازشریف له څلور کلن تبعید وروسته بېرته پاکستان ته ستون شو

اټلانټا (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۲): د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف له څلور کاله تبعید وروسته د یوه جوړجاړي له مخې بېرته خپل هېواد ته ستون شو.

د راپورونو له مخې، څلور کاله مخکې د پاکستان د پوځ پخواني مشر جنرال باجوه او استخباراتي ادارې (ای اېس ای) له مشر جنرال حمید سره له اختلافاتو وروسته هغه د محکمې له خوا پر لس کاله بند محکوم او بیا د یوه تړون له مخې له پاکستانه تبعید شو.

د هغه له تبعیدېدو  وروسته د پاکستان ټولټاکنې ترسره شوې او د راپورونو له مخې، د پاکستان د پوځ په ملاتړ د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ته واک وسپارل شو او عمران خان د دغه هېواد لومړی وزیر وټاکل شو.

خو وروسته د هغه هم له پوځ سره اختلافات رامنځته شول چې بیا یې حکومت ړنګ شو او اوس پاکستان د یوه لنډمهال حکومت له خوا اداره کېږي.

نوازشریف چې د تلې په ۲۹مه له لندنه پاکستان ته ستون شو، په خپل پلرني ښار لاهور کې یې د خپلو پلویانو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه چې د اټکل له مخې لسګونه زره کسانو په کې برخه اخیستې وه.

پاکستان ته له ستنېدو وروسته به نوموړی په سیاسي فعالیتونو کې برخه واخلي؛ ځکه ټاکل شوې د راتلونکي کال په جنورۍ میاشت کې عمومي‌ ټاکنې ترسره شي.

نوازشریف خپلو پلویانو ته وویل چې دی پر غچ باور نه لري او هدف یې د پاکستان خدمت کول دي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ ټاکنو ته بشپړ چمتووالی لرو، زموږ هېواد چې باید د سوکالۍ لوړو پوړونو ته رسېدلی وای، شا ته تللی دی، څنګه او ولې دې ځای ته ورسېدو؟»

یو شمېر شنونکي پر دې اند دي چې ښايي نوازشریف د پاکستان له ځواکمن پوځ سره یوه معامله کړې وي؛ ځکه تېره اونۍ د اسلام‌اباد عالي محکمې د هغه ضمانت منظور کړی و او هېواد ته له ستنېدو وروسته یې د هغه د نیولو ګواښ په موقت ډول لغوه کړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.