مهترلام (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د لغمان په مرکز مهترلام او قرغیو ولسواليو کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د څو شبکو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لغمان د والي قاري زینالعابدین عابد پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د دغه ولایت د مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ اړوند لسو ښوونځیو او ځینو سیمو کې د یونیسف په ۴۰ میلیون افغانیو مالي مرسته جوړې شوې د څښاک اوبو رسولو څو سولري شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
هغه وویل، له یادو شبکو به اته زره ۷۶۹ زدهکوونکي او څلور زره ۵۵۰ کورنۍ ګټه اخلي.
ورته مهال، خلک هم د دې شبکو جوړېدو ته خوښ دي.
د مهترلام اړوند د چهاردهي سیمې یوه قومي مشر ملک یارمحمدخان پژواک ته وویل چې پخوا د دوی په سیمه کې د پاکو اوبو سیستم نه و، زدهکوونکي او کلیوال له ګڼو ستونزو سره مخ وو خو اوس دغه مشکل حل شو.
یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې خو له حکومته يې غوښتنه وکړه چې په هغو نورو سیمو کې هم ورته شبکې جوړې کړي چې دا مهال يې اوسېدونکي پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
Views: 68
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن