کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي همغږيکوونکي د افغانستان کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هیڅ هېواد په افغانستان کې جګړه نه غواړي.
د کورنیو چارو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست سراجالدین حقاني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي له ځانګړي همغږيکوونکي فریدون سینیرلي اوغلو او مل پلاوي سره یې په کابل کې وکتل.
سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي همغږيکوونکي د افغانستان روان وضعیت ارزونې په اړه وویل: «د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره د لیدنو پر مهال دې پایلې ته رسېدلی یم چې هیڅ هېواد افغانستان کې د جګړې غوښتونکی او ملاتړی نه دی.»
سرچینې زیاته کړه، اوغلو د شته ستونزو او خنډونو حل لاره د نجونو زدهکړو پر وړاندې محدودیت له منځه وړل او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې د ګواښ نه رامنځته کېدل یاد کړل.
نوموړي هېواد کې د قانون تطبیق، د امنیت ټینګښت، د کرنیزو چارو وده او د بیارغونې په برخه کې بنسټیزو پروژو پلې کول، د اسلامي امارت لاسته راوړنو ښکاره بېلګې یادې کړې.
اوغلو وویل: «یوناما له نړۍوالو سره د افغانستان اړیکو پیاوړتیا، بیارغونې او له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخو کې بشپړې همکارۍ ته چمتوالی لري.»
سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل: «د نړۍوالې سولۍ تامین، د خبرو له لارې د مسایلو حل او بې پرېتوب د ملګرو ملتونو مسوولیت دی، افغانانو سره هم باید دې برخه کې لازم ګامونه اوچت شي او نړۍواله ټولنه او سازمانونه باید د یو اړخیزو پرېکړو پر ځای پر تفاهم او ډیپلوماتیکو اړیکو ټینګار وکړي.»
سرچینې د حقاني په حواله لیکلي چې شته ستونزې او خنډونه باید د خبرو له لارې حل شي او په وینا یې د اطلاعاتو، تفاهم او اړیکو له لارې ستونزو له منځه وړلو په موخه حل لارې شته دي.
حقاني افغانان د نړۍوالې ټولنې د کورنۍ مسوول غړي یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې له پامه غورځول یې نباید مطرح وي، د افغانانو ترمنځ شخړې پای ته رسېدلي، د باورجوړونې پړاو دوام لري، پر یو بل د اعتماد کچه لوړه شوې او د یو منظم او متحد هېواد په توګه په هره ساحه کې د بیارغونې چارې روانې دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویلي، اوسنی نظام د ټولو افغانانو د قربانیو پایله کې رامنځته شوی او د ټولو په ګډه همکارۍ به چارې پر مخ ځي.
د دغه وزارت سرپرست هېواد کې د نشهیي توکو پر وړاندې روانه مبارزه بریالۍ وبلله او په وینا یې، حکومت تر دې دمه په دې برخه کې کامیاب دی او نشهيي توکي د ټولو ملتونو لپاره یو لوی ګواښ دی چې د هغه پر وړاندې مبارزه هم باید د ټولو له لوري ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP