کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۲): د کابل د چهاراسیاب ولسوالۍ په «سنګ نویشته» سیمه کې د پنځه میلیون ډالرو په پانګونه د ایوډین لرونکې مالګې د تولید فابریکه پرانیستل شوه.
د دې فابریکې مسوول امان شرینزاده د پرانیستې مراسمو کې وویل، له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې یې په پاکستان کې فعالیت درلود، خو د اسلامي امارت له راتګ وروسته د سوداګرۍ او پانګونې خونې په بلنه هېواد ته راغلی او پانګونه یې وکړه.
هغه وايي، په دغه فابریکه یې پنځه میلیون ډالر پانګونه کړې او شاوخوا ۱۸۰ کسانو ته په کې د کار زمېنه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړه، که په کافي اندازه برېښنا ورته په اختیار کې ورکړل شي، نو فابریکه يې په ۲۴ ساعتونو کې د ۸۰۰ ټنه مالګې د تولید ظرفیت لري.
د امان په خبره، د مالګې فابریکې یوه څانګه په غزني ولایت کې هم لري او دغه راز پلان لري چې په راتلونکي کې یوه فابریکه په ننګرهار کې هم جوړه کړي.
دغه راز په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مومند وویل چې د دغه ډول فابریکې جوړول د هېواد په اقتصادي برخه کې ډېر ارزښت لري.
هغه د فابریکې له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د مالګې کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې د خصوصي سکتور ستونزو ته رسېدنه وکړي.
مومند دا هم وویل چې په کراچۍ بندر کې د افغانستان د ۱ اعشاریه ۵ میلیارده ډالرو په ارزښت مالونه په غیرقانوني توګه بند پاتې دي او نړۍوال دې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر اساس سوداګري غواړي.
په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خوندې مرستیال خانجان الکوزي له سوداګرۍ وزارته غوښتنه وکړه، په هېواد کې دې هغو پانګوالو ته پاملرنه زیاته کړي چې نومې پانګونه کوي.
الکوزي زیاته کړه، د افغان سوداګرو شاوخوا ۴۰۰۰ کانټینره په کراچۍ بندر کې ولاړ دي او ځينې توکي امکان لري چې خراب شي او په دې برخه کې یې له نړۍوالو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړه، پاکستان د افغانستان له لارې خپل توکي منځنۍ اسیا ته صادروي او تر اوسه د افغانانو له لوري ورته کومه ستونزه نه ده جوړه شوې.
هغه له پاکستانه غوښتنه وکړه چې د افغان سوداګرو د مالونو انتقال په برخه کې دې ستونزې نه جوړوي.
Views: 109
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن