پاراخ (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، پنجشېر کې د داوطلبۍ له لارې ۳۳۳۱ قیراطه زمرد په څه باندې ۸۲۷ زره امریکایي ډالرو وپلورل شول او نږدې راتلونکې کې به په دغه ولایت کې د سروزرو او اوسپنې د کان کیندنې فعالیت جوازونه هم ووېشي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان نن په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل چې په پنجشېر کې تر زرو د زمرد کانونه تثبیت شوي او تراوسه ۳۸۰ کسانو په دې برخه کې د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي.
هغه وویل چې نن د داوطلبۍ له لارې ۳۳۳۱ قیراطه زمرد په ۸۲۷۲۰۰ امریکایي ډالرو وپلورل شول.
هغه دغه راز وویل چې د پنجشېر په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې یې د یاقوتو ۱۵ کانونه هم تثبیت کړي چې تراوسه په دې برخه کې یوه کس د فعالیت جواز ترلاسه کړی او په راتلونکې کې به نور کسان هم جوازونه ترلاسه کړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په نږدې وخت کې په دغه ولایت کې د سرزور او اوسپنې د کان کیندنې د فعالیت جوازونه وېش هم پیل کېږي.
د پنجشېر د کانونو رییس عبدالقاسم امیري نن په دې اړه د داوطلبۍ په جوړه شوې ناسته کې وویل، یاد زمرد د دغه ولایت په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې له اووه کانونو استخراج شوي او داوطلبي د سیمهییزو چارواکو په شتون کې ترسره شوه.
د پنجشېر د زمرد کانونو امنیتي مسوول رحمتالله هجرت هم وویل چې د کانونو وزارت د جوړ شوي طرزالعمل له مخې که څوک د زمرد دانې پټې کړي او په دې برخه کې سرغړونه وکړي کان به یې وتړل شي او ترلاسه شوي زمرد به یې ضبط شي.
د یادونې ده، پنجشېر کې د زمرد کانونو استخراج له شاوخوا دوو کلونو درېدو وروسته د روان کال د زمري په ۲۴مه بیا پیل شو او له هغه وروسته دا څلورم ځل دی چې استخراج شوي زمرد د داوطلبۍ له لارې پلورل کېږي.
د پنجشېر زمرد چې روښانه زرغون رنګ لري، له نړۍوال شهرته برخمن دي او نړۍ کې یو له قیمتي او ارزښتناکو منرالونو شمېرل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP