اټلانټا (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۲): د امریکا په سویلي ایالت لویزیانا کې د دوړو او غبار له امله د یوې لویې لارې په اوږدو کې په سلګونو موټر له یو بل سره ټکر شوي چې له امله یې اوه کسان مړه او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
د امریکا غږ د خبر له مخې، د دغه ایالت ځایي چارواکو د سه شنبې په ورځ (د لړم ۲مه) رسنیو ته ویلي، په سیمه کې د وچو ځمکو سوځېدو دود او وریځو مخلوط «ستر غبار» رامنځته کړی او له کبله یې ۱۵۸ موټر یو له بل سره ټکر شوي.
سرچینې زیاته کړې، دا پېښه د لویزیانا نیو اورلینز ښار په ۴۸ کیلومترۍ کې پر ۵۵ نمبر عمومي سړک رامنځته شوې ده.
د پولیسو له خوا په خپرو شوو انځورونو کې ښودل کېږي چې د عمومي لارې پر یوه غټ پله باندې د سړک دواړې خواې بندې پاتې دي او په لسګونو موټر په بشپړ ډول سوځېدلي دي.
پولیسو په یو بیان کې ویلي چې په لویه لار کې اور لګېدلی او لږ تر لږه یو موټر د پله لاندې اوبو ته غورځېدلی دی.
د پېښې له ځای څخه لږ تر لږه ۲۵ کسان روغتون ته وړل شوي دي.
د امریکا د هوا پېژندنې د ملي خدماتو ادارې په وینا، ستر غبار هغه وخت رامنځته کېږي چې «په هوا کې دود او د عضوي موادو او ونو څخه رامنځته کېدونکی رطوبت له سړې هوا سره مخلوط شي» او له کبله یې د لیدو ساحه تر درې مترو هم کمېږي.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن