ترینکوټ (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۲): سیمهییز مسوولین وایي، د اروزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې له څه باندې ۱۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د اروزګان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست اداري مدیر ننګیالي حبیبي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه مرستې د یاد ریاست په همغږي د سنایي پراختیایي موسسې او خوړو نړۍوال پروګرام له لوري ووېشل شوې.
هغه وایي چې د یادوو دوو ادارو له لوري له ۱۲۷۶ اړمنو کورنیو سره په دغه ولسوالۍ کې د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې، اوړه، غوړي، دال، لوبیا، او د خوارځواکو ماشومانو لپاره ځانګړي خواړه شامل وو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن