بامیان (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۲): بامیان کې سیمهییز مسوولین دغه ولایت ته د ګرځندویانو تګ راتګ له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۸۵۰ بهرني ګرځندویانو د یاد ولایت له طبیعي جاذبو او لرغونو ځایونو لیدنه کړې ده.
د بامیان د اطلاعات او فرهنګ ریاست د ګرځندوی کارپوه حمزه یوسفي پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې د روان کال د وري له لومړۍ نېټې د وږي تر ۳۰مې نېټې ۸۵۰ بهرني ګرځندویانو دغه ولایت ته سفر کړی دی.
د هغه په وینا، بهرني ګرځندویان ډېری د ایټالیا، امریکا، چین، هند، فرانسه، پاکستان، ایران، سویس، انګلستان، اسپانیا، المان او روسیې اوسېدونکي دي چې له لرغونو او تفریحي ځایونو څخه د لیدنې او سیاحت په موخه یې یاد ولایت ته سفر کړی دی.
یوسفي زیاته کړه، د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۸۰ بهرني ګرځندویان بامیان ولایت ته راغلي وو چې د دې په نسبت روان کال د ګرځندویانو حضور دوه برابره ډېر شوی دی.
بلخوا، امنیتي مسوولین بامیان کې د ګرځندویانو د ډېرېدو یو تر ټولو مهم لامل په دغه ولایت کې د سرتاسري امنیت ټینګښت بولي.
د بامیان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا په دې اړه وویل چې د مرکز او ولسوالیو په کچه شپه او ورځ په ټولو لرغونو او تفریحي سیمو کې امنیت شته او هیڅ بهرنی ګرځندوی تر اوسه له کومې ستونزې سره نه دی مخ شوی.
ورته مهال، فرهنګي فعالان د ګرځندوی صنعت وده او د بهرنيو سيلانيانو شتون د هېوادونو ترمنځ د ټولنيزو اړيکو ټينګښت او کلتوري ارزښتونو د پياوړتيا لپاره مهم ګڼي.
د بامیان پوهنتون یو استاد میثم نظري په دې اړه وايي، د بهرنیو ګرځندویانو شتون د دواړو لورو ترمنځ د کلتوري ارزښتونو د پېژندو زمینه برابروي او د ملتونو ترمنځ د کلتوري اړیکو د پیاوړتیا لپاره اغېزمن تمامیږي.
د جاپان يوه اوسېدونکي تاماکيزکنزاتو(Tamakiskinzato) چې ځان د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان (UNESCO) کارکوونکى معرفي کوي، پژواک ته یې وويل چې باميان یو له په زړه پورو ځایونو دی؛ هره سیمه یې د تاریخ او د یوه لوی بشري تمدن روایت دی.
هغه زیاته کړه، د بامیان اته تاریخي سیمې د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان په فهرست کې ثبت دي چې له تاریخي پلوه فوقالعاده اهمیت لري.
دغه راز، هغه ټینګار کوي چې ټول د ګډو بشري میراثونه په ساتنه کې مسوولیت لري او ټول مسوول بنسټونه او ځایي اوسېدونکي باید د یادو سیمو په ساتلو کې هڅه وکړي.
یو بل بهرنی ګرځندوی جوزمنوال چې د فرانسې اوسېدونکی دی، وايي، دغه ولایت کې د امنیت ټینګښت، تفریحي جاذبې او لرغوني ځایونه د دې لامل شوي چې هغه له بامیانه لیدنه وکړي.