کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۲): د قطر سره میاشت له افغانستان سره د ۷۸ زره ډالرو په ارزښت د ژمنیو توکو مرسته کوي، دغه راز د هرات له زلزلهځپلو سره او د سوري زړه ماشومانو درملنه کې یې هم د مرستې ژمنه کړې ده.
د افغانستان او قطر د سرو میاشتو ټولنو د «تود ژمي» په نوم هوکړهلیک لاسليک کړی چې له مخې به یې قطر له اړو افغانانو سره د ژمنیو توکو مرسته وکړي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تړون تېره ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغاني سرې میاشتې رییس مطیعالحق خالص او د قطر د سرې میاشتې نړۍوالو پروګرامونو او پروژو مسوول ډاکټر احمد صلاح لاسلیک کړی دی.
سرچينې لیکلي چې د یادې هوکړې له مخې به د قطر سره میاشت د افغاني سرې میاشتې له لارې د ۷۸ زره او ۴۲۲ امریکایي ډالرو په ارزښت د ژمي لپاره اړین توکي پېري او یاد توکي به د افغانستان له بېوزلو وګړو سره مرسته کوي.
د سرچینې څرګندونو له مخې، د قطر سرې میاشتې ژمنه کړې چې د هرات له زلزلهځپلو سره به د خېمو او بېړنیو خوراکي توکو، د سوري زړه ماشومانو درملنې او د یادې ناروغۍ لپاره د افغاني سرې میاشتې د جوړ کړي روغتون په تجهیز کې هم مرسته وکړي او برخه واخلي.
Views: 27
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن