کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنري د غزې په تړانګه کې د بېړني اوربند غوښتنه کوي او ویلي یې دي چې انسانیت ته باید لومړیتوب ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر ترک تېره ورځ (دوشنبه) یوه اعلامیه کې ویلي چې ښکېل لوري باید د نړۍوالو قوانينو د راعایتولو لپاره هڅې وکړي.
هغه زیاته کړې چې په غزه کې اوسنی بشري وضعیت د اوبو، برېښنا، روغتیايي خدمتونو، د اړتیا وړ درملو، خوړو او نورو لومړنیو توکو د کمښت له امله د ناورین په درشل کې دی.
ترک څرګنده کړې: «د ډېره ګڼې ګوڼې او ناروغیو خپرېدو راپورونه د جدي اندېښنې وړ دي، ان تر دې ډېره اندېښمنوونکې دا ده چې کله روغتونونو ته زیان اوړي او ویجاړیږي، د درملو کمښت ډېریږي او تګراتګ د پام وړ کمېږي.»
هغه ویلي: «لومړی ګام باید یو بېړنی بشردوستانه اوربند وي څو د بشري مرستو استولو له لارې د ملکیانو ژوند ژر وژغورل شي.»
نوموړي څرګنده کړې، ډېری غیرنظامیان چې زیاته برخه یې ماشومان دي، له دواړو لورو د دې جګړې له امله وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر زیاته کړې: «که کوم بدلون رانه شي، په راتلونکو ورځو کې به د بمباریو دوام له امله د لا زیاتو غیرنظامیانو تلفاتو شاهدان وو.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د اکتوبر له ۷مې او د اسرائیلو او حماس تر منځ د جګړو له پیله راهیسې، په غزه کې تر پنځه زره ډېرو کسانو چې دوه زره یې ماشومان وو، ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغهراز راپورونه ښيي چې یو زر او۳۰۰ اسرائیلیان هم وژل شوي دي.
په دې جګړو کې په زرګونو نور کسان ټپیان شوي هم دي.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم «د قاهرې ۲۰۲۳ سولې غونډه» کې په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې وه.
هغه ویلي وو چې نړۍوال قوانین باید مراعات، پر غیرنظامیانو، ښوونځیو، روغتونونو او د ملګرو ملتونو پر سازمانونو له برید کولو دې ډډه او د ملکیانو ساتنه دې وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP