Language

هرات کې د ۲۶ میلیون افغانیو په لګښت د یوه کانال جوړولو چارې پیل شوې

هرات (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۲): سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د هرات په لسمه او څوارلسمه ناحیو کې د «پایین اب» له سیمې تر «ګنج سابقه» پورې د سنګي کانال جوړېدو چارې پیل شوې.

د هرات ښاروال ملا عبدالرازق راشد وویل چې د ښار لسمې او څوارلسمې ناحيو اړوند له «پایین اب» څخه تر «ګنج سابقه» پورې د سنګي کانال جوړولو کار چې ١٧١٧ متره اوږدوالی لري، د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې د څه باندې ۲۶ میلیون افغانیو په لګښت په څو برخو کې پیل شو.

د هرات ښاروال د ښاروالۍ د ټولو پرمختيايي پروژو د کيفيت په اړه خلکو ته ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې په ښار کې د روانو پروژو د چارو د کیفیت جدي څارنه کېږي.

ټاکل شوې د دې پروژې چارې د قراردادي شرکت له لروي د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوي.

د «پایین اب» سیمې یوه اوسېدونکي نېک‌محمد خیراندېش له پژواک سره خبرو کې د دغه ولايت د ښاروالۍ د رييس او سيمه‌ييزې ادارې له پاملرنې مننه وکړه او ويې ويل، په ژمي کې د دې سيمې خلک د تګ راتګ پر مهال له جدي ستونزو سره مخ وي چې د دې پروژې په بشپړېدو به یې دغه ستونزې هوارې شي.

د يادونې ده، تېره ورځ هم د هرات ښار ۱۱مې ناحيې اړوند د قادراباد سيمه کې د څه باندې ۱۲ ميليون افغانيو په لګښت د یوه سړک پخولو چارې پيل شوې.