[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۲): د سرپرست حکومت یوه باوري سرچینه وايي چې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون له خوا په پخوانۍ ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی مولوي ترهخېل نیول شوی دی.
یادې سرچینې چې د نوم نه اخیستو په شرط د لړم په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې ملا ترهخېل د یاد کمېسیون له خوا د پلټنو په موخه عدلیې وزارت ته غوښتل شوی و.
سرچینې زیاته کړه چې ملا ترهخېل همالته نیول شوی او تر نظارت لاندې دی.
د سرچینې په خبره چې پر هغه د کابل بېلابېلو سیمو کې د ځمکو د غصب تورونه دي.
د عدلیې وزارت تر اوسه د ملا ترهخېل د نیولو په اړه څه نه دي ویلي خو د دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون ناسته پرون په کابل کې ترسره شوې ده.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې په کابل، فراه، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې د زرګونه جریبه ځمکو دوسیې او موضوعات د کمېسیون په دې ناسته کې تر بحث او څېړنې لاندې ونیول شول.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، دغه راز د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د نږدې ۳۹۰۰ جریبه ځمکې موضوع وڅېړل شوه او پرېکړه وشوه چې د یادې ځمکې د مالکیت له مدعیانو دې سندونه او معلومات وغوښتل شي او د کرنې وزارت دې د سندونو صحت او سقم وڅېړي
په دې ناسته کې په بلخ، پروان او لوګر ولایتونو کې د زرګونه جریبه نورو ځمکو د دوسیو په څېړلو سره څه باندې ۳۲ زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې او په اړه يې لازمې لارښوونې شوې دي.
پژواک د ملا تره خېل د نیولو په اړه له امنیتي ارګانونو او د ملا تره خېل کورنۍ سره اړیکې نیولي خو تر اوسه يې ځواپ نه دی ورکړي.
[/restrict]
Views: 2998
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن