کابل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان بانک وایي چې د څه باندې ۱۸۰ عشاریه څلور میلیون افغانیو زاړه او له کاره لوېدلي بانکنوټونه یې سوځولي دي.
د افغانستان بانک خبرپاڼې له مخې، دغه بانکنوټونه د افغانستان بانک قانون د ۳۹ او ۴۲ مادو پر بنسټ د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې تر کره شمېرنې وروسته د روانې لړم میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه د کندهار په سوېل لوېدیځ زون کې سوځول شوي دي.
سرچینه لیکي چې په سوځول شوو بانکنوټونو کې یوګون، دوهګون، پنځهګون، لسګون، شلګون، پنځوسګون، سلګون او زرګون بانکنوټونه شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان بانک لومړي مرستیال نوراحمد اغا ویلي چې د بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه د ټولو ملي مسوولیت دی.
د هغه په وینا، د بانکنوټونو د ژر زړېدو لامل د خلکو له خوا د بانکي کارتونو نه کارول، په غوړو لاسونو د پيسو شمېرل او د بانکونو پر ځای په کورونو کې د پيسو ساتل دي.
نوراحمد اغا له خلکو غوښتي چې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال د بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه وکړي څو له ژر زړېدو یې مخنیوی وشي.
Views: 727
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن