سرپل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۲): د سرپل اطلاعاتو او کلتور ریاست کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې لس نوې لرغونې ساحې وپېژندل شوې.
د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا عبدالغفار حقنما پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې لس لرغونې سیمې چې سلګونه کلونه لرغونتیا لري، تثبیت او وپېژندل شوې.
هغه زیاته کړه، د کوهستاناتو ولسوالۍ مسوولینو ته لارښوونه وشوه چې په یادو سیمو کې د کیندنو مخنیوی وکړي او له دقیقې څېړنې وروسته دې دغه ساحې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ډېټابیس او سجیل کې ثبت کړي.
د سرپل د اطلاعاتو او کلتور د رییس په خبره، د تقشره لرغونې کلا یا شهربانو، د خواجه بلند زیارت، د خواجه مقام زیارت، د سارګان لرغونې دره، کشک سالریزي، غال برهان، د کافرکلا میشي دره او نورې هغه لرغونې سیمې دي چې نوې پېژندل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP