کابل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په مالیزیا کې د افغانستان سفارت په هلوځلو مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د چاپ او وېش لړۍ پیل شوه.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ ریاست او په مالیزیا هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت د هلوځلو په پایله کې په یاد هېواد کې د مېشتو افغانانو لپاره د پاسپورتونو د چاپ او وېش لړۍ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شوه.»
تکل زیاته کړې، مالیزیا کې د افغانستان سرپرست سفیر نقیبالله احمدي د یادې لړۍ د پیل په مراسمو کې په یاد هېواد کې مېشتو افغانانو ته ډاډ ورکړ چې په شفاف او چټک ډول به قونسلي خدمات ورته وړاندې کېږي.
د یادونې ده، له دې مخکې پاکستان، ایران، ترکیه، ازبکستان، متحده عربي اماراتو کې هم افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش او چاپ لړۍ پیل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP