Language

فاریاب کې د دوو پېښو له امله دوه کسان مړه شوي

میمنه (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۲): فاریاب کې ځایي سرچینې وايي، د دغه ولایت په ښار او خواجه‌سبزپوش ولسوالۍ کې د دوو پېښو له امله دوه کسان مړه شوي دي.

د فاریاب امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، پرون شپه د میمنې ښار د دهقان پر سړک د یوه فورنر ډوله موټر او موټرسایکل د ټکر له امله پر موټرسایکل سپور یو سپین‌‌ږیری مړ شوی او یو ۱۷ کلن ځوان ټپي شوی دی.

سرچینه دغه راز زیاتوي، د خواجه‌سبزپوش ولسوالۍ د قره‌شیخي کلي یو ۶۰ کلن اوسېدونکی چې دولس ورځې مخکې لادرکه شوی و، مړی یې تېره ورځ د دې ولسوالۍ د لقمان او مورچه‌غال سیمو تر منځ په یوه څاه کې پیدا شوی او خپلوانو ته یې سپارل شوی دی.

د سرچینې په خبره، دغه قضیه تر څېړنې لاندې ده.

login or register a new account.