ترینکوټ (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۲): د اروزګان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال سازمان په ملاتړ د ۱۸ میلیون ۱۵۵ زره افغانيو په لګښت یو شمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د اروزګان والي مولوي محمدعلي جان د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د دغه ولایت د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي کلونه له پرمختګه بېبرخې پاته شوي او اوس د دې وخت رسېدلی چې په بېلابېلو برخو کې ورته کار وشي.
هغه زیاته کړه چې په ټول هېواد کې امنیت تامین دی او هر څوک کولای شي چې په ډاډه زړه کار وکړي.
هغه له مرستندویه ادارو وغوښتل چې په هېواد کې دې داسې پروژې پلې کړي چې د ولسونو اقتصادي ودې ترڅنګ د ټولنې پرمختګ لامل هم شي.
اروزګان کې د کندهار مهاجرینو موسسې (KRO) مسوول محبالله زاهد وویل، د کلیو بیارغونې او کرنې ریاستونو تر چتر لاندې د یادو پروژو رغنېزې چارې نهه میاشتې مخکې پیل شوې او په ورځني ډول ۲۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړه، په تازه بشپړ شوو پروژو کې د ۱۱ کیلومتره سړک جغلاچونه، د اوبو زېرمه کولو لپاره د ۵۲ چکډیمونو کیندل، د ۱۵ پلچکونه جوړول او شاوخوا ۵۰۰ کروندګرو او بېسرپرسته ښځو ته د اصلاح شوو تخمونو او د مرغدارۍ وسایل مرسته کول، شامل دي.
زاهد وایي، یادې پروژې د خوړو نړۍوال سازمان په مالي او (KRO) موسسې په تخنیکي ملاتړ بشپړې شوې.
په ورته وخت کې د اروزګان د چارچینو ولسوال محمدرفیق هنر دغه ډول پروژې د ولسونو پرمختګ لپاره ګټورې بولي.
هغه زیاته کړه، د چارچینو ولسوالۍ خلک بېوزله دي او په هره برخه کې خدمت ته اړتیا لري او باید کار ورته وشي.
هغه وايي، له مرکز ترینکوټ څخه تر یادې ولسوالۍ پورې لار خرابه ده او خلک د تګ راتګ پرمهال له ستونزو سره مخ وي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن