[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۲): د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې اروپایي ټولنې په افغانستان کې د رواني درملنې او نشهیي توکو استعمال له امله د اختلالاتو مخنیوي لپاره ۸۰۰ میلیون افغانۍ ځانګړې کړې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه مرسته به د رواني او د ښځو او نجونو په ګډون له خطر سره د مخ افغانانو لپاره د نشهیي توکو اعتیاد درملنې برخو کې خدماتو ته لاسرسی پراخ کړي.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان لپاره د اروپايي سرپرستې شارژدافیرې رافایلا ایوډایس په دې اړه ویلي: «دا مهمه ده هغه خلک چې د رواني روغتیا ستونزې لري او د نشهیي توکو استعمال په اختلالاتو اخته دي، هر اړخیزو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ولري او په ټولنه کې د هغوی له بیا ادغام سره مرسته وشي.»
د روغتيا نړۍوال سازمان په اعلاميه کې راغلي چې افغانستان څه باندې څلور ميليونه په نشهيي توکو روږدي لري او پر نشهيي توکو د روږدو درملنې مرکزونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ دغه کار د دې لامل شوى چې روږدي درملنې ته لاسرسى ونه لري.
په افغانستان کې د دغه سازمان استازي لو داپنګ وویل: «د افغانستان د زیانمنو خلکو د رواني روغتیا او د مخدره توکو د درملنې او بیارغونې خدماتو برخو کې د لاسرسي لپاره د اروپایي اتحادیې ملاتړ اړین دی.»
اروپايي اتحادیې ویلي، د روغتیا نړۍوال سازمان او د مخدره توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو له دفتر سره په همغږۍ غواړي پېچلو رواني مسئلو ته دوامداره حل لارې رامنځته کړي.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن