Language

مجاهد: له بهر څخه په جبري توګه راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه عالي کمېسيون جوړ شو

اټلانټا (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۲) : د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي،  له پاکستان څخه په جبري توګه  د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه عالي کمېسيون جوړ شو.

مجاهد د پنجشنبې په ورځ د (تلې ۴مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه کمېسیون تر هغه وروسته جوړ شو، چې د پاکستان حکومت د ټولو نورمونو خلاف د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړې: “د عالیقدر امیرالمومنین د حکم له مخې له پاکستان او نورو هېوادونو څخه په جبري توګه د را اېستونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د ریاست الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ۳۱ لوړ رتبه مسئولینو په ګډون عالي کمېسیون جوړ شو او  اسلامي امارت  د خپلو امکاناتو په محدوده کې د لومړنیو خدماتو  وړاندې کولو په موخه په ۸ فصلونو  او ۳۱ مادو کې کړنلاره توشیح او د یادې کړنلارې د تطبیق  لپاره یوه دارالانشاء او ۱۲ کمیټې منظورې کړې. “.

مجاهد همدارنګه ويلي، چې یادې کمیټې به خپلو امکاناتو ته په کتو د کډوالو تثبیت، تشخیص، انتقال، لومړني او صحي خدمات او موقت پنډغالي چمتو کوي.

سرچينې زياته کړې، په ځانګړي ډول سوداګرو او صنعتکارانو ته د یوې کړنلارې له مخې ځانګړې اسانتیاوې په نظر کې نیول شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هغه هېوادوال، چې د ځینو اندېښنو له امله بهرنیو هېوادونو ته تللي، هغوی ته ډاډ ورکول کېږي، چې پرته له کوم تشویش څخه بېرته راستانه او په خپل هېواد کې باعزته ژوند وکړي.