ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند پر زرګونو بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پیل شوه

د هلمند پر زرګونو بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پیل شوه

author avatar
26 Oct 2023 - 20:15
د هلمند پر زرګونو بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پیل شوه
author avatar
26 Oct 2023 - 20:15

 

لښکرګاه ( پژواک ، ۴ لړم ۱۴۰۲ ) : ځایي مسوولین وایي چې د هلمند زرګونو بزګرو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پیل شوه.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي محمد قاسم ریاض د لړم په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل؛ چې د کرنې ریاست لخوا په مرکز لښکرګاه او ګڼو ولسوالیو کې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونو او د کېمیاوي سرې وېش نن له سنګین ولسوالۍ څخه پیل شو.

هغه زیاته کړه، د غه پروسه د جک یا افغانانو د پوهي لوړلو د کرنې برخې مؤسسې په تخنیکي او د خوراک نړۍوال سازمان په مالي مرسته ترسره کیږي.

نوموړي دا وېش به د سنګین ولسوالۍ په ګډون د مرکز لښکرګاه، نهرسراج، ګرشک، ګرمسير، نادعلى او  واشېر ولسوالیو کې زرګونو مستحقو بزګرو ته با کیفیته تخمونه او کېمیاوي سره ورکړل شي.

د ریاض په وینا، په یادو ولسوالیو کې د یوه ګډ کمېیسین لخوا مستحق بزګران په ګوته شوي دي او هر یوه بزګر ته ٥٠ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوې تخمونه،٥٠ کیلوګرامه تور او ٥٠ کیلوګرامه سپینه سره ورکول کېږي.

Views: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.