[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۲): د پاکستان یو شمېر سياستوالو او د بشري حقونو فعالانو د پاکستان د بشري حقونو ملي کمېسیون ته په عریضه کې غوښتنه کړې چې حکومت دې د افغان کډوالو په زور ایستلو پر پرېکړه بيا کتنه وکړي.
د ډیوه راډیو د خبر له مخې، دا عريضه د پيپلز ګوند پخواني سناتور فرحتالله بابر، د ملي جمهوري غورځنګ ګوند پخواني سناتور افراسياب خټک، د جماعت اسلامي سناتور مشتاقاحمد خان او د بشري حقونو فعالې امنه مسعود جنجوعه کړې ده.
په عریضه کې ویل شوي چې د دې مياشتې په پیل کې د پاکستان غیر منتخب سرپرست حکومت هغه وخت هر څوک حیران کړل چې کله یې د ګډوالو په اړه د پاکستان ۴۰ کلنه تګلاره بېرته واخیسته.
سرچینې زیاته کړې، د حکومت دا ناڅاپي پرېکړه په داسې حال کې شوې چې نه يوازې په اساسي قانون کې ځای نه لري بلکې دغه پرېکړه د ۲۰۱۷ کال د کابينې له هغې پرېکړې هم سرغړونه ده چې د هغه وخت منتخب حکومت له لوري شوې وه.
یادو کسانو ویلي، د پاکستان حکومت چې کله هم له مهمو ستونزو د خلکو پام اړول غواړي نو د افغانانو ځورول پيل کړي.
د ملي جمهوري غورځنګ ګوند یوه مرکزي مشره بشرا ګوهر وایي، پاکستان ته نه ده په کار چې پر هغو بې وزله افغانانو لاس واچوي چې د پاکستان د تګلارو په نتیجه کې پاکستان کې په پناه اخیستو مجبوره شوي دي.
د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ يو ځل بيا د افغان کډوالو په ګډون د ناقانونه غیر ملکيانو د ايستلو پرېکړې دفاع کړې ده؛ هغه په یوه تازه مرکه کې ویلي، د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به هغه بهرنيان نيول کېږي او خپلو هېوادونو ته به بېرته شړل کېږي چې قانوني اسناد نه لري.
بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي د جمعې په ورځ ویلي چې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به په پاکستان کې په غيرقانوني توګه د مېشتو بهرنیانو لپاره هیڅ ځای نه وي او نه هغوی ته ورکړل شوي مهلت کې د غځېدو څه امکان شته.
د ملګرو ملتونو د ګډوالو ادارې یا يواېنسياېچار هم له پاکستانه غوښتي وو چې افغانان دې په زور نه وباسي.
د پاکستان حکومت تېره میاشت د افغان کډوالو په ګډون ټولو غيرقانوني بهرنيانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې نېټې له هېواده د وتلو خبرداری ورکړی و او ګواښ یې کړی و که چا عمل ونه کړ نو له هېواده به په زور وايستل شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبيحالله مجاهد په دې وروستیو کې د پاکستان د اعلان غبرګون کې ویلي وو چې د پاکستان د حکومت دا پرېکړه د منلو وړ نه ده او له چارواکو یې غوښتي وو چې دې تګلارې ته دې بيا کتنه وکړي.
بلخوا د افغانستان سرپرست حکومت له پاکستانه په جبري توګه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه عالي کمېسيون جوړ کړی دی.
مجاهد ویلي: «د عالیقدر امیرالمومنین د حکم له مخې، له پاکستان او نورو هېوادونو په جبري توګه د را ایستونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ۳۱ لوړ رتبه مسوولینو په ګډون عالي کمېسیون جوړ شو او اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په محدوده کې د لومړنیو خدماتو وړاندې کولو په موخه په ۸ فصلونو او ۳۱ مادو کې کړنلاره توشیح کړه او د یادې کړنلارې د تطبیق لپاره یوه دارالانشاء او ۱۲ کمېټې منظورې کړې.»
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP