ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا په سوریه کې د ایران د سپاه پاسداران پر تأسیساتو برید کړی

امریکا په سوریه کې د ایران د سپاه پاسداران پر تأسیساتو برید کړی

author avatar
27 Oct 2023 - 11:57
امریکا په سوریه کې د ایران د سپاه پاسداران پر تأسیساتو برید کړی
author avatar
27 Oct 2023 - 11:57

کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۲): د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت اعلان کړی چې په سوریه کې یې د سپاه پاسداران او «د ایران تر ملاتړ لاندې ملېشو» پر دوو تأسیساتو هوايي بریدونه کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، دغه بریدونه نن سهار د امریکا د ولسمشر جو بایډن په امر د دوو (F-16) الوتکو له لوري د عراق سره پر پوله د سوریې یوه ښار ابو کمال ته نږدې ترسره شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین هم په یوه بیان کې ویلي: «دغه دقیق دفاعي بریدونه په عراق او سوریه کې پر امریکايي پرسونل ‎د ایران تر ملانړ لاندې ډلو له خوا د پرله پسې او ناکامو بریدونو په غبرګون کې چې د اکتوبر له ۱۷ مې پیل شوې، ترسره شوي دي.»

رویټرز راپور ورکړی چې تیره اونۍ په عراق او سوریه کې د ایران تر ملاتړ لاندې ملېشو د متحده ایالاتو او ائتلاف پر ځواکونو لږ تر لږه ۱۹ بریدونه کړي دي. ‎

دا برید په داسې حال کې شوی چې د امریکا دفاع وزیر له دې وړاندې ویلي وو، پر امریکايي ځواکونو د ایران تر ملاتړ لاندې ډلو له لوري ‎بریدونه د منلو وړ نه دي او باید ودرول شي.

تېره ورځ سپینې ماڼۍ هم اعلان کړی و چې بایډن د ایران رهبر علي‌خامنه‎يي ته یو پیغام استولی او تهران ته یې په منځني ختیځ کې پر امریکايي پرسونل د برید کولو په اړه خبرداری ورکړی دی.

Views: 104

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.