[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۲): له بهرنیو هېوادونو په اجباري ډول د را ایستونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون په خپلې لومړنۍ غونډه کې ځینې مهمې پرېکړې کړې دي.
له ارګه د لړم په ۶مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، د اسلامي امارت د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ له بهرنیو هېوادونو په اجباري توګه د را ایستونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون مهمه غونډه وکړه.
سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د بېلابېلو کمېټو فعالیتونو ساحه تعیین او هره کمېټه موظفه شوه څو خپلې اړوندې چارې په بېړني ډول تنظیم کړي او په خپلو دندو پیل وکړي.
دغه راز په غونډه کې له راستنېدونکو کډوالو سره د اسلامي امارت د امکاناتو په محدوده کې د مرستو برابرولو او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.
د یو بل خبر له مخې، د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون اړوند د اطلاعاتو او عامه پوهاي کمېټې هم نن د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ لومړۍ غونډه وکړه.
په یاده غونډه کې د کمېټې اړوند چارو په اړه بحث او خبرې وشوې او د ورسپارل شوو مسوولیتونو د ښه ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه نظرونه شریک شول.
د دغه وزارت له خوا په شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، د کمېټې غړو همدارنګه له ولایتي څانګو سره د ښې همغږۍ او د ورسپارل شوو مسوولیتونو د ښه ترسره کولو پر لارو چارو خبرې وکړې او په دې اړه یې خپل وړاندیزونه او نظرونه د کمېټې له مشر سره شریک کړل.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کمېټې له لوري چمتو شوې تګلاره او وړاندیزونه به د تایيد په موخه د کمېټې د مشر له لوري د کمېسیون له غړو سره شریک شي، څو يې په اړه لازم تصمیمونه ونیول شي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاي کمېټې مشري د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست کوي او د اسلامي امارت مرستیال ویاند، د استخباراتو عمومي ریاست، د ارشاد، حج او اوقافو، امربالمعروف، نهی عن المنکر، کډوالو او راستنېدونکو چارو وزراتونو استازي او د یو شمېر نورو ادارو استازي يې غړي دي.
د یادونې ده، د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ رامنځته شو، څو هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن