ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: نړۍواله ټولنه دې د اوسنیو حقایقو په پام کې نیولو سره له افغانستان سره رغنده تعامل وکړي

متقي: نړۍواله ټولنه دې د اوسنیو حقایقو په پام کې نیولو سره له افغانستان سره رغنده تعامل وکړي

author avatar
28 Oct 2023 - 17:46
متقي: نړۍواله ټولنه دې د اوسنیو حقایقو په پام کې نیولو سره له افغانستان سره رغنده تعامل وکړي
author avatar
28 Oct 2023 - 17:46

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر په ترکیه کې د افغانستان لپاره د م.م له ځانګړي همغږي کوونکي سره په لیدنه کې ویلي، نړۍواله ټولنه باید د اوسنیو حقایقو په پام کې نیولو سره له افغانستان سره مثبت تعامل وکړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په ترکیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون هادي سینیرلي اوغلو سره وکتل.

هغه لیکلي چې په دې لیدنه کې اوغلو د افغانستان او نړۍوالو ترمنځ د تعامل پر زیاتېدو ټینګار وکړ.

بلخي لیکلي چې متقي په افغانستان کې د امنيت ټینګښت، نشه‌یي توکو سره مبارزې، اقتصاد، روغتیا، شفافيت، حکومتولي او د خدماتو وړاندې کولو په برخو کې د اسلامي امارت پرمختګونه یاد کړل او له نړۍوالي ټولني سره یې د رغنده تعامل په اړه د اسلامي امارت له لوري شوي اقدامات د پام وړ وبلل.

متقي زیاته کړې: «له دې هر څه سره سره نړۍوالو د دې کړنو د تقدير پر ځای همیشه یو طرفه غوښتني کړې دي، د شعاري موضوعاتو په بهانه یې د افغانستان شتمنۍ کنګل او بنديزونو لګولو سره یې د ولس مجازاتو ته مخه کړې چې دا د رغنده تعامل لپاره خنډونه جوړوي.»

متقي ویلي، اوس باید افغانستان ته د یوه داسي ناامنه هېواد په نظر ونه کتل شي چي هلته جنګ یا ګډوډي ده، بلکي اوس امن او مرکزي مسلط حکومت شته، نو ښه به وي چې نړۍواله ټولنه د اوسنیو حقایقو په نظر کې نیولو سره رغنده تعامل ته را وړاندې شي.

Views: 60

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.