[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۲): په هرات او بادغیس ولایتونو کې یو ځل بیا نسبتاً خفیفه زلزله وشوه چې له امله یې خلک د شپې له کورونو ووتل.
دا زلزله پرون (د تلې ۶مه) د شپې شاوخوا ۱۱:۵۷ بجې وشوه چې له امله یې خلک له خوبه ويښ او له کورونو ووتل.
د امریکا د زلزلې سنجونې ادارې معلوماتو له مخې، د زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۴،۹ درجې و او مرکز یې د هرات زندهجان ولسوالي په ګوته کړی دی.
خو نورو سرچینو بیا لیکلي چې د زلزلې شدت ۵،۲ درجې و.
ځایي اوسېدونکي وایي چې دوی په کورونو کې ویده وو او یا یې خوب ته چمتووالی نیو چې زلزله وشوه او له کورونو ووتل.
د هرات ښار یوه اوسېدونکي نوراغا پژواک ته وویل چې نن د ورځې هم دوه ځلې سپکې زلزلې وشوې.
هغه زیاته کړه، خلک ټوله ورځ له خپلو کورونو بهر وو خو د شپې زلزلې له امله خلک یو ځل بیا له کورونو ووتل او په سړه هوا کې یې شپه تېره کړه.
د یادونې ده، په هرات کې د تلې میاشتې پنځلسمې نېټې له زلزلې وروسته لسګونه ځلې نورې وړې زلزلې شوې دي.
په یاده خونړۍ زلزله کې شاوخوا ۲۵۰۰ کسان مړه او شاوخوا څلور زره نور ټپیان شوي دي.
[/restrict]
Views: 71
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن