[restrict paid=”true”]
کندهار (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۲): د کندهار امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز کندهار ښار کې یو وسلهوال غل چې پر نظامیانو یې د برید هڅه کوله، ووژل شو.
د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ صابر د لړم په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون (جمعه) د ښار په ۱۴مه حوزه کې یو غل د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی و چې وروسته یې له پولیسو سره فزیکي شخړه رامنځته شوه چې په پایله کې یې د ډزو له امله درې کسان ټپیان شول.
د هغه په وینا، دغه کس چې په ۱۴مه حوزه کې بندي و، نن ماسپښین يې یو ځل بیا د تېښتې هڅه کړې وه خو د پولیسو له خوا نیول شوی و.
هغه وویل، د نیولو پر مهال هغه یو ځل بیا د یوه پولیس وسلې ته لاس کړی و چې د نورو پولیسو په ځوابي ډزو کې ووژل شو.
په کندهار کې په تېرو دوو کلونو کې د یوه غله له خوا پر پولیسو د دې ډول حملې دا لومړۍ پېښه ده چې ترسره کېږي.
په کندهار کې که څه هم په دې وروستیو کې د غلاوو پېښې نسبي کمې شوې خو هره ورځ د غلا په تور د پولیسو له خوا کسان نیول کېږي.
[/restrict]
Views: 95
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن