غزنيښار (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۲): د غزني اندړو ولسوالۍ کې د یوې ترکي خیریه موسسې له خوا د یتیمانو لپاره د دیني او عصري زدهکړو په موخه د ۱۸۰ زره امریکايي ډالرو په لکښت یو دارالایتام جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د غزني والي حافظ محمدامین عمري رسنیو ته وویل، د شهید سعید ابویوسف په نوم یاد دارالایتام پر څه باندې یو جریب ځمکه په دوو پوړونو کې جوړ شوی چې ۲۰ درسي او د هستوګنې خونې لري.
د نوموړي په خبره، په دغه دارالایتام کې به ۶۰۰ یتیم ماشومان ځای پر ځای شي او اعاشه او اباطه به هم د ترکیې هېواد د «IDDEF» په نوم خیریه موسسې له لوري ورکول کېږي.
دی زیاتوي، دغه دارالایتام د هلکانو او نجونو دواړو لپاره دی چې اوس د ورزش او روغتیا لپاره اسانتیاوې نه لري خو په خبره یې، که چېرې د سیمې خلک د ځمکې په برخه کې مرسته وکړي، ټولې اسانتیاوې به ورته برابرې شي.
دا په داسي حال کې ده چې ترکیې هېواد له دې مخکې هم د غزني له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې ځینې مرستې کړې او دا لړۍ لا هم روانه ده.
د یادونې ده، د تېري اونۍ د پنجشنبې ورځ هم د غزني قرهباغ ولسوالۍ په موشکي سیمه کې د ترکیې هېواد یوې موسسې له لوري د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه دارالایتام د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن